په افغانستان کې د ناتو وروستی پوځی عملیات له یوی بلی لیدلوری نه!
د. صلاح الدین سعیدی                                                                                                    د. صلاح الدین سعیدی

۱۵/۲/۲۰۱۰ 

    

 

دولت داری  او ملت سازی هغه مطالب دی چه ډیرو حساسو برخوردونو او جزﺋیاتو ته پام  او د ملاحظاتو ساتلو ته اړتیا  لری. ملت سازی اود هغه لپاره کار یوه پروسه ده چه په ډیر دقت باید تر سره شی. په انسانی ټولنو کې په دی برخه کې عدم دقت او پام نه کوونه د ډیرو  خونړیو کړکیچونه موجب ګرځیدلی دی.

داچه یو دوکتورانت.... ؟!  راپاڅی او د ژبی د خدمت تر عنوان لاندی  په واقعیت کې  د ایرانی پوځی اصطلاحاتو مروجول چه په خپله ایران کې د ۹۰ کالو نه زیاته سابقه نه لری په افغانستان کې د کارولو  اورواجولو هڅی کوی او په واقعیت کې  ایران پرستی د تعصب سره ډکه د ژبی د خدمت لاندی پټوی دا بله خبره  ده.

داچه د تلویزیون د ایجاد او  افتتاح  لپاره ( شبکه مشترک تلویزیونی فارسي زبانان )  لکه هغسی چه د ایران د اسلامی جمهوریت دسفیر  له خولی خبرورکول کیږی( چه د افغانستان د وزرات فرهنګ د عدم جواب په علت د ددی تلویزیون په افتتاح کې تأخیر راغلی)  هم د تعجب او تعمق خبر راته ښکاری. که څوک تلویزیون جوړوی چه معیین کلتور ته خدمت وکړی نو ولی نه؟ بیا نو د افغانستان د فرهنګ د  وزارت  سترکو او اجازی ته کتل څه معنالری؟  داهغه مسایل دی  چه د یوی پراخي فرهنګی حملی، پلان او برنامی  موجودیت بیانوی.

خوزه  دلته به خپلو نیمګړتیاو ستاسی پام جلبول غواړم. بخښنه غواړم که د ادب لپاره می د خپلو کلیمه په  کار ویوړله.

زه په دی باور یم چه  بد زعامت او بدی رهبری کارونه نور هم ویجاړولای شی. مونږ پدی باور یو  چه اکثرو موارد کې ژبنیز او قومی خبرو ته بی ځایه لمن وهل کیږی او ورونه سره په بی ځایه فرعی مسایلو جنګول کیږی. 

هماغسی چه مو وویلی په دی سلسله کې د ژبی او قومی مسایل   ډیر حساسیتونه او باریکی ګانی لری. دا مسأله د افغانستان په اوسنی حالاتو  کې د زیات دقت او ښه زعامت حساس برخورد او  پام لرنی ته سخته اړتیا لری.

مونږ په دی پوهیږو چه ډیر ځلی بهرنیان د کار او خلکو سره د برخورد او کارو  بار کې  نور معیارونو لری او د قومی او ژبنیز مسایل ورته دومره عمده او بسټیزی نه ښکاری.  اما هماغسی چه  دا مسایل زمونږ په هیواد او مشابه هیوادو او ټولنو کې  حساس شوی او دښمنان د (تفرقه بانداز و حکومت کن) د سیاست په پلی کوولو- کار کوی. په دی ډول  زمونږ د وطن د خلکو ژبه چه د افهام او تفهیم وسیله ده  د ډیری عمده وسیلی په توګه  د افغان ملت په منځ کې د جنجال لپاره استعمالوی.

مونږ ته په کار ده چه په دی حساسو مسایلو زیاد دقت وکړو او د دښمن تــــبـــر ته لاستی ورنکړو. اجازه ورنکړو په داسی مسایل په غلط زعامت زمونږ د عقیدی او ایمان په خلاف ( انما  المومنین اخوه....)  د وروری او ورورګلوی په ځای د تربګنی او دښمنی د کاذبی توری تر لاسه او جنجال جوړ کړو.

د پام وړ ده چه چپی انترناسیونالیستی افکار هم محل پرستی او قومی اصول چه د فتنی سبب شی ردوی او دټولی نړی د زحمت کشانو په یووالی، اتحاد او لاس ورکونه تأکید کوی. نو ددی متعصبو او فتنه ګرو افرادو استناد او سربازګیری په  څه کې ده ؟ آیا داسی خو به نه وی چه خپله په آګاهانه او نا آګاهانه توګه دی مسایل ته لمن وهو. آیا دابه ښه کار وی چه سترګی پټی کړو او ووایو خیر او خیریت دی؟ دا او داسی نور مسایل اوږد بحثونه دی.

 اما زه دلته د روانو حالاتو مشخصو بیلګو  چه وړاندی کولو سره ستاسی پام د غلط زعامت او اداری په اثر  چه دداسی منفی روحیی  د اوبو ورکولوعوامل کیدای شی -  پام را جلبوم: 

۱/ خبر مو تر لاسه کړ چه تیره اونی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د لندن په سفارت کی یو افغان په لندن کې  د افغانی دیپلوماتا نو له خوا په داسی حال کې بی عزته او ووهل شو چه د افغانی پاسپورت په هکله یی د مسؤلینو نه به پښتو ژبه معلومات غوښتل. داچه ددی خبری واقعیت څه دی او داخبره څومره پلان شوی دسیسه ده او ددی شاته څه خبری پرتی دی او څومره د سفارت غړی او یا د افغانی پاسپورت به هکله د معلوماتو غوښتونکی مقصر دی – دا هغه موضوعات دی چه باید جدی ونیول شی او ریښتنی تصور او حالت تر لاسه کړای شی. مقصر سره باید قانونی تګلاره  او چلند غوره کړای شی.

۲/  نړی خبره ده چه د افغانستان د هلمند او شاو خوا  (پښتون نشینو!) سیمو کې د ۱۵۰۰۰ ناتواو افغانی ځواکونو لخوا په ۱۳/۲/۲۰۱۰نیټه  سترپوځی عملیات پیل شول. ددی عملیاتو نوم  (مشترک) دی. هغه څوک چه د خیر اویا د  شر مقصد له مخی د افغانستان وضعه تعقیبوی نو په صراحت سره استناد کوی چه وګوری د پښتنو په سیمو کي څوک نظامی عملیات کوی او څوک کلیدی او مرکزی خبر لری. وګوری حتی د عملیاتو نوم یی په  دری ژبه  (عملیات مشترک) نومولی دی.

Operation Mushtarak ("together" in Dari)

مونږ په دی باور یو چه داسی غیر حساس برخوردونه چه په لمړی نظر کې ساده او عادی ښکاری ډیر بد تأثیرات لرلای  شی.

له بلی خوا په داسی حال کې چه افغانستان کې ۳۰ کلنه جګړه روانه ده،  حکومتی اداری د خلکو امنیت نه شی ساتلی،  اکثر افغانان ګیره، لونګی  او سلاح لری. نو ددی عملیاتو پایله به څه وی چه محلات به د چا نه پاک، د چا دلاس نه به وکاږل شی او چا ته به په لاس ورکړل شی؟ په محل کې  ددي ځواکونو پاتی کیدل، ددی وضعی ممکن سناریوګانی او داسی نور عواقب د پوره پوره دقت وړدی.

مونږ په دی تاکید کوو چه  په بنسټیز او عمده ډول د افغانستان مشکل او ستونزه نظامی مشکل نه دی. دافغانستان عمده مشکل سیاسی مشکل  دی چه په نظامی او اقتصادی برخو کې خپل تآثیرات لری.

 بهتره به داوی چه د حل عملی سیاسی لیاری ولټول شی او په هغو عملی او ریالیستیک کار وشی. په لنډ مهاله بریو باید غره نه شو. له بلی خوا دا چه یو سیاسی حرکت ته کله د شر، یاغی او باغی حرکت ویل کیږی او په تدریج له منځه ځی؟ او کله یو حرکت ته  د ملی مقاومت حرکت خطاب کیږی؟ دا د ټولو نه د مخه په خپل هماغه حرکت پوری هم اړه لری. داچه د خپل سیاسی موجودیت او دسیاسی  اهدافو او مقاصد لپاره  یواځی او یواځی په ټوپک او بمب باندی تأکید کول د خپلو ارادو د تحقق لار پیژنی دا خطاء او بیځایه خبرده. د بیګناه انسانانو د وژنی مخه باید ونیول شی. په دی برخه کې تمام جوانب مقصر او د الله په دربار کې به ځواب وایی. ملت به هغه څوک ونه منی چه د هغوی د ژوند او د ناموس د ساتلو لپاره هراړخیزی هلی ځلی و نه کړی. یو سره  او یواځی په ټوپک تأکید خطاء خبره ده. ددی خبری تأﺋید، پخلی  او ریښتیاوالی به وخت هم ثابت کړی.   

مونږ ته په کار ده چه  نورو  او پردو ته  د نیوکی په ځای په  ښه زعامت تآکید وکړو چه دداسی سؤتفاهماتو مخه ونیسواو عملا  دخیر اقدامات او کړنلاری غوره او عملی کړی. 

                                                                                                            فاعتبروا یا اولابصار


February 21st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات